ګوادر/اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق ??نجراني وئېلي دي ګوادر د منطقې او د براعظمونو ترمينځه يوه لويه اوبئيزه او زمكېيزه لاره جوړېدونكې ده٬پاكستان په آسيائي منطقه او نړيواله كچه د دې تږ لارې تر مخه د مسئلو حل او خوشحالۍ ??پاره د كېدونكو هڅو ملاتړ كوي٬په آسيائي منطقه كښې رامينځ ته كېدونكي سياسي بدلونونه او حالات د دې خبرې تقاضا لري چې امن پرمختګ او د خوشحالۍ ??دې لپاره په ګډه كار وكړې شي او ستونزې په سوله د خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې لرې كړې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په ګوادر كښې د آسيائي پارلماني اسمبلۍ د سياسي چارو او د آسيائي پارلمان د تشكيل خاص كمېټۍ غونډې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړی۔په دې نړيواله غونډه كښې د 23 هېوادونو 88 استازي او د بين الپارلماني ائتلاف عمومي سېكتر هم شريك دې۔غونډې ته په خپله وېنا كښې صادق ??نجراني ووئيل د آسيائي پارلماني استازو دا فورم په منطقه كښې د شركت ودې٬امن٬پرمختګ٬جمهوريت او استحكام لپاره هڅې دي۔د دې فورم په نتيجه كښې به د مثبت سياست ودې لپاره د موثره اقداماتو او د نوو رجحاناتو پلو لارښونه تر لاسه شي۔صادق ??نجراني ووئيل وفاق مستحكم كولو لپاره د وفاق او صوبو مرسته زياتولو ته پام لرنه كوو ده ووئيل بلوچستان د معدني ذخيرو څخه ډك دے او په تېر وخت كښې يې پرمختګ ترلاسه كولو لپاره هڅې كړې ۔دا صوبه نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې تقدير بدلولې شي۔لنډ مهاله اولس مشر ګډون كوونكو ته ووئيل په سماجي اقتصادي او كاروباري چارو كښې په ترجيحي بنيادونو بهتري راوستلې شي چې دغسې په غربت او محرومۍ كښې كمې راشي او صوبه د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په چوكاټ كښې شامله كړی شي۔صادق ??نجراني ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي ?? ځوانانو ده٬دا يو ښه كنزيومر ماركيټ دے٬راتلونكې وخت كښې به پاكستان د مينځني ختيز٬افريقې او د اروپاﺀ منډۍ يو بل سره د تړلو جوګه شي او هغه وخت به لګښت نور هم كم شي۔ده د اے پي اے هېوادونو ته ووئيل چې هغوي پھ معاشي معاشرتي او كلتوري توګه مربوطې آسيا لپاره د پاكستان ملګرتيا وكړي او د دې برخه جوړ شي۔صادق ??نجراني ووئيل د دې اسمبلۍ غړي هېوادونه يو ډول ستونزې لري۔ده خبردارې وركړو چې انتهاخوښي د منطقې او نړۍ لپاره د زيات خطر سبب ده او د دې لويه وجه غربت او جهالت دې۔صادق ??نجراني د ترهه ??رۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار ذكر كولو سره ووئيل پاكستان د ترهه ??رۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن سټېټ كردار ترسره كړې او د منطقې او نړۍ امن او استحكام لپاره يې قربانۍ وركړی ۔د پاكستان اولس پارلمان او امنيتي ځواكونه د ترهه ??رۍ مكمل خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔ده په ګوادر كښې د دې غونډې هركلے وكړو او وې وئېل دې سره به د سيمې په اړه منفي تاثر زائل كېدو له مرسته تر لاسه شي۔غونډې ته د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير اعظم خان سواتي هم وېنا وكړه ٬ ده وئېل پاكستان ګڼ شمېر كلتورونه لرونكې هېواد دے چې پكښې بېلا بېلې ژبې وئېلې كېږي۔ده د نړيوال پلاوي هركلے وكړو او د سي پېك اهميت يې هم په ډاګه كړو۔په غونډه كښې سناتور مشاهد الله خان په سېنېټ كښې مخالفې ډلې مشر راجه ظفرالحق نمائندګي كولو سره په خپله وېنا كښې ووئيل ګوادر اقتصادي پرمختګ او د منطقې خوشحالۍ ??پاره مهم ځاې دې