اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) ايوان صدر تېره ورځ بنو كښې د اولس مشر ممنون حسېن د خطاب پحقله د “اېكسپرېس” ورځپاڼ?? په رپورټنګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي ??ي چې اولس مشر د اوسني حكومت لخوا د قرضو اخستو په اړه داسې هېڅ خبره بيخي نه وه كړې كومه چې بادي النظر د دې خبر څخه اخذ كېدې شي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر وياند ووئيل اولس مشر د بنو خطاب په مهال د كال 2008 نه تر 2013 د ھ??ه وخت د حكومت لخوا د اخستل شويو قرضو ذكر كولو سره وئيلي ٶ چې اولس دا حق لري چې ھغوي پوښتنه وكړي چې ھغې قرضو څخه كومې پرمختيائي منصوبې بشپړ كړې شوې۔ وياند ووئيل د ذكر شوې ورځپاڼې خبر په تضاد آډانه دے د كوم?? په ابتدا كښ?? په اوسني حكومت د زياتو قرضو اخستو سره د يوې پرمختيائي منصوبې نه پېل كولو خبره شوې ده او هم د دې خبر په پاې كښې د اوسني حكومت په دور كښې د ديامر بهاشا او داسو بندونو جوړوېدو د لارې د برېښنا په پېداوار كښې د زياتوالي او د لوډشېډنګ د خاتمې ذكر شوے دے او د دې نه د خبر تضاد په ډاګه كېږي۔ اولس مشر خپلې وېنا كښ?? په واضح توګه وئيلي ٶ چې اوسني حكومت ??ه په كال 2013 كښې 14زره 800 اربه روپۍ قرض په ورثه كښې ترلاسه شوے و٬ اولس بايد پوښتنه وكړي چې ھغه قرض په كومو پرمختيائي پروژو خرڅ كړې شوے۔ اولس مشر وئيلي ٶ چې د كال 2013 نه تر كال 2017 په هېواد كښ?? په ډېرو پرمختيائي پروژو كار شوے چې پكښې ديامر بهاشا او داسو بندونو پشمول د برېښنا پېداوار ډېرې منصوبې شاملې ??ي چې له مخې به ئې تر كال 2018 د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي يا لږ پاتې شي۔