اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د نړۍ د ټولو نه په ګران بيعه د برېښنا جوړولو پ??انټونه لګولې شوي چې ورسره د برېښنا ??و يونټ پېداواري بيعه 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې٬په ګرځينده قرض كښې هره مياشت د 34 نه تر 36 اربه روپو زياتوالې كېږي٬د شهباز شريف د قائداعظم سو??ر پلانټ برېښنا په 17 روپۍ ??و يونټ پريوځي٬دا بيعه د نړۍ په يو هېواد كښې هم نشته٬د نېپرا د وړاندېزونو باوجود هم د برېښنا بيعه نه زياتولو بوج اوسني حكومت ته پرېښودلې شوې٬د تېر حكومت په دور كښې د برېښنا د جوړو شوو پ??انټونو د آډټ پريكړه شوې٬په دې معامله كښې د ككړو خلقو پ?? ضد به سخته كاروائي كولې شي٬د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره فريم ورك جوړ كړی شوې٬راتلونكې ورځې او د پاكستان سباؤن روښانه دے ٬په يو څو ورځو كښې به اولس لوي لوي زيري واوري٬يوازې نه يو٬د سعودي چين او د يو اے اي پشمول دوست هېوادونه پاكستان سره ولاړ دي٬په وړومبي ځل پاكستان د نړۍ ټولو هېوادونو سره د غوره اړيكو پ?? لاره روان شوې۔ده د نهې په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)مېډيا سنټر كښې د برېښنا پېداواري لګښت او د نورو چارو پ?? اړه بريفنګ وركولو پ?? مهال ووئيل تېر حكومت دعوی كوله چې برېښنا ارزانه كړی شوې خو حقائق د دغې په ضد دي كوم چې بايد د اولس په علم كښې وي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)په حكومت كښې د برېښنا پېداوار لپاره تر ټولو ګران پلانټونه لګولې شوي ٬ ده ووئېل حكومت صارفينو له ??و يونټ په 11 روپۍ 71 پېسې وركوي٬پھ ??و يونټ حكومت سبسډي وركوله خو د تېرو دوو كلونو پ?? مهال د لويو لويو دعوو باوجود د برېښنا ګران پلانټونه لګولې شوي٬د دغې نه پس د برېښنا د ??و يونټ پېداواري قيمت 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې چې پكښې د صوبو د ??و يونټ نېټ هائيډرل پرافټ 0.86 پېسې او 45 پېسې د بېرېښنا ويشونكو كمپنو د كلن انكريمنټ پھ مد كښې ??دا كولې شي او د دې له امله حكومت ته په ??و يونټ دوه روپۍ 63 پېسې زيان رسيږي ٬ وفاقې وزير ووئېل دا زيان په ژمي كښې هره ورځ يو ارب دوه كروړه او ګرمۍ كښې هره ورځ يو ارب 80 كروړه روپۍ دے ٬ دغسې په ګرځينده قرض كښې هر كال د 34 نه تر 36 اربه روپو اضافه كېږي