اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي ??ي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري په لاهور كښې د ماډلې او فنكارې انعم نويد په قتل خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د پنجاب پوليسو انسپكټر جنرل ته د پېښې راپور وړاندې كولو هدايت كړ??۔ وفاقي وزير وو??يل چې دا د مشاهدې خبره ده چې دې ډول قتل ته د ځان وژنې رنګ وركول كېږي ځكه بايد پوليس د پل??نو په مهال ټول اړخونه په نظر كښې وساتي۔ ده د خېبر پښتونخوا آئي جي ته هم هدايت وكړو چې د فنكارانو امنيت دې ښه كړ?? شي كوم چې د قوم اثاثه دي۔ ده وو??يل چې فنكاران په نړۍ كښې قومي كلتور او اقدار وړاندې كوي او د دې په نتيجه كښې د هېواد مثبت تشخص په ډاګه كولو كښې مرسته كېږي۔ وفاقي وزير وو??يل چې دا ډول پېښې په فنكارانو كښې د عدم تحفظ سبب جوړېږي او بايد د دې په ترجيحي بنيادونو پل??نې وشي۔ وفاقي وزير وو??يل چې هغه خلق چې په ټولنه كښې د خوشحالو وېشلو سبب وي٬ بايد د دوي احترام او مناسبت تحفظ وشي۔