اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خا??ان عباسي سره تركې پوځ چيف آف آرمي سټاف جنرل هولوسي اكار د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ليدلې دي۔په دې موقع د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير هم موجود ؤ۔جنرل اكار وزيراعظم شاهد خا??ان عباسي لپاره د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان د اړخه د نيكو هيلو پېغام ورسولو ا و د دواړو هېوادونو ترمينځه په اعلٰی كچ رابطو يې د اطمينان څرګ??دو??ه وكړه۔دواړه وروڼه هېوادونه د يو بل په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو د دوه اړخيزه ګټې په چارو د يو بل سره مرست?? كوي۔هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع په حقله مرسته زياتولو په خاص توګه په ګډه مشقونه ٬ تربيه او روابط زياتولو ته پام لرن?? كول پكار ده۔وزيراعظم د ترك قيادت د اړخه د نيكو هيلو په ځواب كښې ووئيل حكومتونه او د دواړو هېوادونو اولسونه مثالي د ورورولۍ اړ??كې لري۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي مرسته اطمينان ښكاره كړو۔ده د تركيې پوځ مشر د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د كاميابو او ھلو ځلو نه هم خبر كړو۔دواړو خواو د پاكستان او تركيه ترمينځه په نزدې اړ??كو د عزم پخلې وكړو او د ورورولۍ دا اړ??كې لا قوي كولو په حاجت يې زور راوړو