اسلام آباد 01 مئي (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفافي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي مزدور او ??رکر کلاس د كوم هم هېواد مهمه سرمايه وي۔ له مزدور او ??ركر كلاس سوكالۍ پرته د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ خوب ريښتيا كېدې نشي۔ د مئي اولنۍ نېټې په حقله يو بيان كښې د شكاګو مزدورانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل تېره پېړۍ په نړۍ كښی د مزدور او ??ركر كلاس حقونو په حقله د شعور بېدارولو په لړ كښې مهمه ثابته شوه۔ ده ووئيل جمهوريت او د مزدورانو حقونه يو مضبوط تړون لري او د وركر كلاس حقونو ته په جمهوري نظام كښې تقويت ترلاسه كېږي۔ وفاقی ??زی?? ووئيل د مزدورانو ورکر کلاس حقونو له مسلم ليګ (ن) مهم كردار ترسره كړې او د پنجاب حكومت د مزدورانو حقونو ساتنې له په 2015ﺀ كښې اولنۍ لېبر پالېسي اعلان كړه۔ دې سره سره په صوبه كښې انډسټريل اسټېس او ??وې جوړېدونكو انډسټريل زونز او اكنامك زونز كښی هم ?? مزدورانو حقونو او خېر ښېګړې ته خاص پام ګرځولې شوې۔ ده ووئيل د پنجاب حكومت د محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې صوبه كښې هوټلو ٬ پمپونو او ??ركشاپس څخه د زرګونو په شمېر كوچنيان ويستلې او سكولونو كښې ئې داخل كړي۔ ده ووئيل صوبه كښې 100 څخه زياتې پولې ټېكنيك ادارې شته چرته چې وركر كلاس هنرمند جوړولې شي۔ ده وئيل د محمد نواز شريف د وژن ترمخه سي پېك منصوبې ترمخه هېواد كښې د 60 اربه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري كېږي چې په نتيجه كښې به ئې نزدې 25 لكهه نوې ملازمتونه رامخې ته شي چې ورسره به د بې روزګارۍ خاتمه ممكنه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت صنعتونه او ??ېكټرۍ د ګاز او برېښنا ل??ډشېډنګ څخه مستثنی ګرځولې دغسې چې د فېكټرو او صنعتونو كار كوؤنكي مزدوران بې روزګاره نشي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت خپلو غريبو مزدورانو ته د هر ډول اسانيو وركولو هڅې كړې او ??ه بيا موقع راغله نو د وړاندې څخه به زيات د مزدورانو وروڼو لپاره كار وكړو۔