اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې چې ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه ??ه ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغې ووئيل چې په كنټرول لائن د خطراتو او حقائقو په پس منظر كښې د ملګرو ملتونو د مبصر پوځي ډلې د پراختيا ضرورت دې ځكه چې دا مبصر ډلې ??ه منطقه كښې د استحكام ضروري عنصر دي۔پاكستانې استازي ووئيل چې بايد د امن راوستلو په بنيادي اصولو عمل وكړې شي۔د شخړو د سياسي حل په ضرورت زور راوړولو سره پاكستانې استازې ووئيل چې د كومې شخړې بنيادي وجوهاتو ته د پام كولو نه ??غې?? پوخ امن ممكن نه دې۔په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ميروسلاف لاجيك ووئيل چې ملګرو ملتونه دې لپاره جوړ كړې شوي وو چې د جنګونو او د ت??اه?? مخ نيوې وشي۔دې لپاره نه و جوړ شوي چې د جنګ او ت??اه?? نه پس فعاله شي