اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي وئېلي دي چې د ونو كرلو مقصد راتلونكو نسلونو ته غوره ماحول باوري كول دي٬هر يو وګړي ته به د يوې ونې كرلو لوظ كول وي۔ده دا خبرې د جمع?? په ورځ په نيول هېډكوارټر كښې د پسرلي د موسم د ونو كرلو د كمپائن پیل كېدو په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د پاك بحريه مشر ووئيل چې ونې مونږ ته فطرت سره د خپل تعلق لا قوي كولو لپاره ځانګړی موقع راكوي۔ده ووئيل چې هېواد وال د?? په دې نيك مقصد كښې د پاك بحريه مرسته وكړي او راتلونكې ن??ل ته ښه ماحول وركولو لپاره دې دم يوې ونې لګولو لوظ وكړي۔پاك بحريه د ګرين پاكستان په پروګرام كښې خپله برخه اچولو لپاره په لوېديز كښې د جيوني نه واخله په ختيز كښې تر سركريك پورې د خپلې ذمه وارۍ په سيمو كښ?? په لويه پېمانه د ونو كرلو اراده لري۔د هېواد مجموعي ماحولياتي صورتحال لا ښه كولو لپاره پاك بحريه پھ دې ډول مهمو چارو كښې د ب??پړه توګه ګډون كولو عزم لري۔د ونې د كرلو د كمپائن پېل كېدو په موقع د ماحولياتي بدلون پارلماني سېكتره٬د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم او د پاك بحريه اعلٰی چارواكي هم ??وجود وو