اسلام آباد 09 فروری (اے پي پي﴾ پاكستان وئېلي دي چې ستراتېژېكي استحكام د سيمې هېوادونو شريكه ذمه واري ده٬د كلبهوشن كېس په پاكستان كښ?? د هندي لاس وهنې ښكاره ثبوت دې٬امن ناكه خلائي ټېكنالوجي د هر هېواد حق دې٬هندي ځواكونو تېر كال په اېل او سي او وركنګ باؤنډري 1970 خلاف ورزۍ كړي٬زمونږ ځواك د هند د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت ??ري۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ووئيل خلائي ټېكنالوجي د هر هېواد حق دې٬بايد دا د امن ناكه مقصد لپاره وي٬پاكستان په سيمه كښ?? د وسلې د زغل په ضد دې٬ وياند ووئيل پاكستان كښ?? د هندي تخريبي ه??و ځلو او سي پیك پروژې ته د زيان رسولو هڅه د چا ??خه پټ پناه نه ده خو پاكستان په امن ناكه ګاونډيتوب باور لري٬ زمونږ وسله وال ځواك د هندي كوم هم جارحيت ??ه زړه پورې ځواب وركولو بشپړه صلاحيت ??ري۔ د كلبهوشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د هندي جاسوس كمانډر كلبهوشن ياديو له په پاكستان كښ?? د ترهه ګرۍ او وران كارۍ په ه??و ځلو كښ?? په ككړ كېدو سزا وركړې شوې۔هند تر نن د دې خبرې ځواب ورنه كړی شو چې د كلبهوشن سره د مبارك حسېن پاسپورټ چرته ??خه راغلې۔وياند ووئيل مونږ تېر كال جنورۍ كښ?? د كلبهوشن د رېټائرمنټ په اړه دستاويزات هند ??خه غوښتلي خو تر دې دمه ترلاسه شوې نه دي۔كلبهوشن پخپله د تخريبي ه??و ځلو اعتراف كړې۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب وياند ووئيل چې د افغان مسئلې حل يوازې د افغان حكومت او اولسي قيادت ترمينځه د خبرو اترو د لارې راتلې شي۔ده ووئيل پاكستان د حزب اسلامي او افغان دولت ترمينځه د امن لوظ نامې بشپړه ملاتړ كوي بايد طالبانو او نورو ډلو سره هم دا ډول خبرې اترې وكړی شي۔د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل هندي ځواكونو تېر كال په اېل او سي او وركنګ باؤنډري د 1970 ??خه زيات خلاف ورزۍ كړې دغسې د روان كال په مهال تراوسه 200 ??خه زيات ځل خلاف ورزرۍ شوي چې پكښې ګڼ بې ګناه وګړي شهيدان شوي او ژوبل شوي دي۔ده ووئيل مونږ د دې غندنه كوو وياند د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ ??خه غوښتنه وكړه چې هند په كشميري اولس د ظلمونو ??خه منع كړي او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړي