اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وز??راعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد ت??فظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي٬ مونږ د د??ي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري۔ وز??راعظم دا خبرې د شهيد اے آئي ??ي اشرف نور كورنۍ سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې پهورځ په وز??راعظم افس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ اے آئي ??ي اشرف نور د نومبر په 24مه نيټه خپل ګاډي كښې د ت??هګرو په بزدلانه بريد كښې شهيد شوې ٶ۔وزيراعظم د سينئر پوليس چارواكي د بې مثاله قربانۍ ستائنه كولو سره ووئيل د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد ت??فظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې زمونږ د خاورې مېړنو ځامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال وركړې۔ده ووئيل مونږ د د??ي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ كوم مشن لپاره چې زمونږ شهيدانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې ھغه مشن به ترد ت??هګرو تر انجامه رسولو دوام دار وي۔ وز??راعطم شاهد خاقان عباسي غمژنۍ كورنۍ له باور وركړو چې د وفاق واكمن به د شهيدانو د كورنيو هره ممكنه مرسته كوي