اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاق?? وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د توان پروژې ترسره كېدو سره به په قومي ګرډ كښې د 10 زره مېګاواټه ??رې??نا اضافه وشي٬ د راتلونكو څو مياشتو په مهال به د توان د بحران او د ??رې??نا د لوډشېډنګ مكمل خاتمه وشي٬ په اقتص??دي څانګه كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې د مېكرواكنامك په څانګه كښې پياوړې پرمختګ شوے٬ د پاكستان او چين د اقتص??دي لارې پروژې پشمول د يو شمېر پرمختيائي پروژو ترسره كېدو سره به په هېواد كښې د بهرنې سرمايه كارې موقعې زياتې شي۔ ده دا خبرې په واشنګټن ډي س?? كښې د پاكستان په سفارت كښې فورم ته وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاق?? وزير په دې موقع د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان د اقتصاد او سلامتيا په څانګو كښې په كاميابو رڼا واچوله او وې وئيل چې د معيشت بحالې او د توان بحران حل كولو لپاره د هڅو په نتيجه كښې په قومي ګرېډ كښې 10 زره مېګاواټه ??رې??نا شاملولې شي۔ وفاق?? وزير ووئيل چې د راتلونكو څو مياشتو په مهال به د توان د بحران او د ??رې??نا د لوډشېډنګ مكمل خاتمه وشي٬ په اقتص??دي څانګه كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې د مېكرواكنامك په څانګه كښې پياوړې پرمختګ شوے٬ د پاكستان او چين د اقتص??دي لارې پروژې پشمول د يو شمېر پرمختيائي پروژو ترسره كېدو سره په هېواد كښې د بهرنې سرمايه كارې موقعې زياتې شي۔ ده په دې موقع د پاك يو اېس نالج كارېډور مخ په وړاندې بوتللو كښې د امريكې د مرستې اهميت په ډاګه كړو او د دواړو هېوادونو په اړيكو ئې هم خبرې وكړې۔ په فورم كښې د امريكې د خارجه محكمې چارواكو٬ د تعليم پوهانو او په امريكا كښې مېشته د پاكستانې ټولنې غړو هم ګډون وكړو۔