كراچې 27 اګست (اے پي پي) ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې اوسني حكومت په لنډه موده ??ښې د اېل اېن جي په صورت ??ښې د توان ارزانه ذريعه معرفي كړې٬ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل پروژه د 330 ورځو په ريكارډ موده ??ښې ترسره شوې٬ په ريكارډ موده ??ښې پروژې ترسره كول د اوسني حكومت امتيازي صفت دے چې بنيادي مقصد ئې اولس ته زياتې اساني?? باروي كول دي٬ د اېل اېن جي درآمد سره به قومي معيشت ته كلنه د 1.5 اربه ډالرو ګټه ورسي٬ د ګران فرنس آئل په ځائ د ارزانې اېل اېن جي استعمال سره به د زرمبادله بچت وشي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل د پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ دا ټرمينل اېنګرو ټرمينل لمېټېډ د 330 ورځو په ريكارډ موده ??ښې ترسره كړے كوم چې د 600 اېم اېم اېس سي اېف بي ګاز د ري ګېسيفيكېشن استعداد لري۔ دې سره به نه يوازې صنعتي ادارې د توان خپل ضروريات پوره كړې شي بلكې اولس به هم ريليف ترلاسه كړي او په تېلو د ګرانې برېښنا په پېدا كولو انحصار به كم شي۔ دستورې ته په خپله وېنا ??ښې ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې اوسني حكومت د توان دا ارزانه ذريعه د 14 مياشتو نه په كمه موده ??ښې معرفي كړې٬ په تېر وخت ??ښې دريو حكومتونو پاكستان ته د اېل اېن جي راوړلو هڅې كړې وې خو كامياب نه شول۔ ??زي??اعظم ووئيل چې په هېواد ??ښې د توان زياتېدونكي ضروريات پوره كولو لپاره اېل اېن جي يوه ارزانه ذريعه ده ځكه چې د تېلو او جوهري ذريعو څخه د توان پېداوار ګران عمل دے۔ ??زي??اعظم ووئيل چې اېل اېن جي لپاره د بولۍ عمل په شفاف ډول ترسره شو او د دې اعتراف نړيوالې ټولنې هم كړې۔ ده ووئيل چې په نړيواله توګه داسې ??يال و چې پاكستان ته د اېل اېن جي په راوړلو ??ښې كلونه موده تېرېدے شي خو اوسنې حكومت دا اعزاز لري چې په لنډه موده ??ښې ئې د اېل اېن جي په صورت ??ښې د توان دا ذريعه معرفي كړه۔ ده ووئيل چې دلته زما موجودګي ما لپاره د خوشحالې خبره ده٬ د توان اهميت منل شوے دے٬ د توان د كمي له امله هېواد ستونزو سره مخ كېدے شو۔ ??زي??اعظم ووئيل چې حكومت د تېلو رسنه او استعمالول اسانول غواړي خو په دې اخراجات ډېر زيات دي او د دې حل د اېل اېن جي په صورت ??ښې موجود دے۔ ??زي??اعظم ووئيل چې د لوظنامې لاسليك كېدو نه پس ټرمينل د يوولس مياشتو په لنډه موده ??ښې ترسره شو او د دې په جوړولو ??ښې بېلا بېلو ادارو مرسته كړې۔ په ټوله نړۍ ??ښې په دومره لنډه موده ??ښې كوم ټرمينل نه دې جوړ شوے۔ ده ووئيل چې د ټرمينل په د هېواد په معيشت ښه اغېز وشي۔ ده ووئيل چې تر اوسه د اېل اېن جي سل جهازونه راغلي دي او دا د ګاز وركولو لويه ذريعه جوړه شوې۔ ده ووئيل چې دويم اېل اېن جي ټرمينل به په نومبر ??ښې كار پېل كړي او د نجي څانګې په مرسته به نور درې ټرمينل جوړولې شي۔ شاهد خاقان عباسي د ټرمينل د پرانستې ستائنه كولو سره د د?? باور څرګندونه وكړه چې په هېواد ??ښې به ډېر زر د توان په ستونزه قابو وموندل شي۔ ده ووئيل چې د بنګله دېشن او نورو هېوادونو په مقابله ??ښې پاكستان په ډېره لږه موده ??ښې د اېل اېن جي درآمد او په بېلا بېلو صنعتونو ??ښې د دې استعمال ممكن كړے دے۔