اسلام آباد 15 ??ون (اي پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي حكومت د كراچۍ الوتكې ??يښې پلټنو لوظ كړے او هيله لرو چې تر 22 ??ون به خپل راپور وړاندې كړي،بايد د پيښو په صورت د ښه ردعمل نظام باوري كړے شي، دې سره به سباؤن كښې د دې ډول پيښو مخ نيوي وشي، ځپلې كورنۍ ډيرو تكلفونو سره مخ كيږي كوم چې د اوريدلو نه دي۔ د ګل په ورځ خپل ټویټس كښې ده ووئيل ما د ځپليو كورنيو سره غم??ازي كړې، ځپليو كورنيو ټول دړديدلې حقائق بيان كړي ۔ ده ووئيل پيښه كښې نوې واده شوې كسان هم شامل دي ۔ د هغوي په كورونو كښې ماشومان زيږيدونكې دي كوم به چې يتيمان وي۔ده ووئېل په شهید??نو كښې مور پلار ، وروڼه او د خويندو نه ځانله ټوله كورنۍ هم په حق رسيدلې، د ځپلے شوو كس??نو دړد زيات ؤ كوم چې د اوريدلو نه ؤ۔ ډاكټر عارف علوی ووئيل يواځې د دوو شهید??نو په جنازه كښې ما ګډون كړے، د هر يو سره د خبرو كولو نه غير د هغوي د تكلیف تصور هم نشي كېدے۔ ده ووئيل د ډی این اي نمونې اخستلو د جدید صلاحیت باوجود د مړو په شناخت كښې زيات وخت لګيدلے د هغې يو خپل دړد ؤ۔ پيښه كښې بچ شوو كس??نو د خپلو مشر??نو لپاره اوښكې تويولې۔ ده ووئېل په دې كښې داسې كسان هم وو كوم چې د خپلو كورنيو يواځنۍ سرمايه وه او د هغوي كورنۍ د راروان ژوند لپاره خفه دي۔