اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اېس او پيز په عملي كولو كښې به هېڅ ډول نرمي نه كېږي٬ سخت انتظامي اقدامات په ګرد هېواد كښې پېل كوٶ چې مقصد ئې د حفاظتي تدبيرون?? په خلاف ورزۍ سخت سرزنش كول دي دغسې چې په بازارونو٬ ټرانسپورټ او ??نعتي څانګو كښې د كرونا خپرېدو مخ نيوے وكړے شي ، ځكه چې دغلته د كرونا خپرېدو اندېښنه زياته ده٬ د ټولو صوبو اولس ته دې دا پېغام ورسولې شي چې حكومت د سماجي فاصلو او ?? حفاظتي تدبيرون?? په خلاف ورزۍ انتظامي كاروائي پېل كؤنكے دے۔ د شور?? په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او ??ي) كښئ د غونډې مشري كولو سره ده ووئيل د قامي رابطه كمېټۍ د غونډې په منټس كښې د دې خبرې تصحيح شوې چې په رضاكارانه توګه په حفاظتي اقداماتو عملدرآمد او ?? خلاف ورزۍ كوٶنك?? په ضد به سخت اقدامات باوري كولې شي۔ په دې لړ كښې اېن سي او ??ي ته د ټولو صوبو بشپړ ملاتړ ترلاسه دے