نیویارک ۔ 16جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي تش لاس كشميرې اولس د ظلم او بربريت نښه جوړولې شي۔ ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې بې ګناه كشميرې اولس هندي ظلم او زياتي څخه خلاصولو له مؤثره ګام پورته كړي۔ دد?? خيالاتو څرګندونه ده ملګرو ملتونو كښې بريفنګ كښې وكړه۔ مقبوضه جمو وكشمير كښې رامخې ته كېدونكې ممكنه انساني الميې پلو پام ګرځولو سره خارجه وزير ووئيل د ابلاغ په ذريعو د بندېز او د مواصلاتو بلېك آ??ټ د لارې كشمير كښې روانه وضعه د نړۍ نظرونو څخه د پټې ساتلو هڅې كېږي۔ په مينځني ختيز كښې د روان تاؤ تريخوالي په اړه خارجه وزير ووئيل دا ??نط??ه د كومې نوې محاذآرائۍ متحمل كېدې نه شي او پاكستان به د منځني ختيز په شخړه كښې كوم فريق نه جوړېږي۔ ده ووئيل په ??نط??ه كښې په روان تاؤ تريخوالي سفارتكارۍ ته بايد موقعه وركړې شي۔ ده ووئيل ??نط??ه كښې امن په حائې كولو له پاكستان د خپل متحرك او مثبت كردار ترسره كولو عزم لري۔ په دې مهال خپل بريفنګ كښې خارجه وزير منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له د پاكستان لخوا په روانو هڅو هم رڼا واچواله