اسلام آباد ۔06 دسمبر (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مقبوضه جموں كشمير كښې د 126 ورځو څخه روانه كرفيو او د ميډيا بلېك آؤټ كول د مقبوضه كشمير د اولس د بنيادي حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عربستان پارلماني پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د جمعې په ورځ ايوان صدر كښی د سعودي عربستان شوری كونسل چيئرمې?? ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشې په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل ??عودي عربستان اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو په حقله ټول عمري متحرك كردار ترسره كړې ۔ ده په پلاوي زور راوړو چې هغه د انډین سیټیزن اېکټ د لارې د مسلمانانو په ضد روان سازش په ډاګه كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځھ اړيكې په شريكه عقيده ٬ كلتور ٬ روايات ٬ اقدار او ورثه قائمې دي او دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول سوچ لري۔ اولس مشر ووئيل ?? سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان پاكستان دورې د اولس په زړونو او ذهنونو يو ژور نقش پرېښودې۔ ده ووئيل مونږ په دې وياړ لرو چې سعودي عربستان كښی زمونږ 23 لک?? د ??انون خيال ساتونكي پاكستاني وګړي ژوند كوي كوم چې د سعودي عربستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستانيان سعودي عربستان خپل دوهم كور ګڼي او د سعودي عربستان پرمختګ او سوكالۍ له په جذبه كار كوي۔ د سعودی عربستان شوری کونسل چیئرمی?? ډاکټر عبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ اولس مشر ته ووئيل ?? دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیمانی مرستې ته لا وده وركولو له هڅې روانې دي۔ ده د كشمير په مسئله پاكستان ته د سعودي عربسان لخوا د بشپړه مرستې باور هم ور