اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر او اټارني جنرل انور منصور خان وئيلي دي چې د لاهور هائي كورټ پرېكړه د حكومت بريا ده٬ عدالت په خپله پرېكړه ك??ې د كابينې د پرېكړې تائيد كړے٬ د انډيمنټي معامله معطل كولو سره ?? نواز شريف او شهباز شريف دواړو نه حلف اخستل شوے كه دوي بېرته رانه شي نو حكومت سره ??ره ??ه د عدالت مجرمان هم شي٬ په انډېمنټي عملدرآمد لپاره ??ه بيا عدالت ته تلل و٬ حلف سره معامله نوره هم اسانه شوه٬ كابينې په انساني بنيادونو نواز شريف ته علاج لپاره ?? بهر تللو اجازه وركړې وه٬ څلور اونې پس كه ډاكټران د هغه نور علاج تجويز كوي نو دې لپاره ??ه د عدالت نه بېرته اجازه ترلاسه كول وي٬ د لاهور هائي كورټ په عبوري پرېكړه ك??ې د حكومت شرائط په ځائ ساتل شوي دي٬ په دې پرېكړه كښې چې كومه اجازه وركړې شوې٬ هغه كابينې د وړاندې نه وركړې٬ دا عبوري آرډر چېلنج كېدے شي خو د دې پرېكړه به كابينه كوي۔ د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال شهزاد اكبر ووئيل چې د نواز شريف مېډيكل راپور د كابينې په وړاندې راغلو٬ ذيلي كمېټې د نواز شريف نوم د اي سي اېل نه د ويستلو په اړه خپله پرېكړه كابينې ته وړاندې كړه د كومې چې څلور نكات و٬ د اي سي اېل 1981 قانون او د 2010 رولز له مخې د سزا شوي مجرم نوم د اي سي اېل څخه نه شي ويستل كېدے٬ د نواز شريف صحت په نظر كښې ساتلو سره په انساني بنيادونو د بهر تللو د اجازې وركولو تجويز وركړے شوے و او دې لپاره ?? څلور اونيو د مودې شرط هم عائد كړے شوے و۔ د دې نه علاوه د روغتيا نه پس پاكستان ته راتللو سره په زندان ك??ې د خپلې سزا تېرولو شرط هم لګول شوے و۔ د دې اقداماتو مقصد د علاج نه پس د نواز شريف هېواد ته بېرته راتلل باوري كول و۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې چې ده څو ځله د لوظ خ??اف ورزي كړې٬ د هغه ټرېك ريكارډ زمونږ په وړاندې دے۔ سترې محكمې دا پرېكړه كړې چې هغه صادق او امين نه دے٬ د ده دوه ځامن٬ يو وراره٬ سانډو او د ورور زوم مفروران دي۔ مونږ ته دا هم معلومه ده چې دوي د عدالتونو څومره ??حترام كوي۔ ده ووئيل چې دا زمونږ نه د عدالت مجرم دے۔ د نهې په ورځ د كابينې په غونډه كښې به د لاهور هائي كورټ پرېكړه وړاندې كولې شي۔ حكومت دا دريځ لري چې د لاهور هائي كورټ په خپله پرېكړه ك??ې د كابينې د پرېكړې تائيد كړے۔ په دې موقع اټارني جنرل ووئيل چې د لاهور هائي كورټ په پرېكړه كښې چې كوم څيزونه ليكل شوي دي٬ د هغې اثرات دي۔ كورټ وئيلي دي چې نواز شريف او شهباز شريف دې دا تصديق وكړي چې دوي به دا اجازه يو ځل لپاره ??واړي۔ عدالت د كابينې د پرېكړې تائيد كړے۔ ده ووئيل چې كابينې وئيلي وو چې د نواز شريف حالت اندېښمن دے٬ كورټ وئيلي دي چې نواز شريف ځل بيا علاج لپاره ??هر تللې شي۔