اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې حكومتي پلاوي د زيارت په ورځ د پاكستان اېم كيو اېم كنوينئر وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صد??قي سره ??لا??ات كړی۔په پلاوي كښې د پاكستان تحريك انصاف لارښود اسد عمر او د اېم كيو اېم لخوا سناتور بېرسټر محمد علي سېف په دې موقع موجود وو۔د ??لا??ات نه وروستو د دفاع وزير پروېز خټك د ډاكټر خالد مقبول صد??قي سره مېډيا ته ووئېل په قانوني توګه د احت??اج اجازه وركړې شوې٬كه اپوزېشن د عدالتي پريكړې خلاف ورزي وكړه نو حكومت به خپلې زمه وارۍ تر سره كوي ٬د مذاكراتو په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړی شوي٬انشاﺀالله مسئله به حل شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په استعفٰی خبره نه شي كېدې۔ده ووئيل د پي ټي آئي پرلت د ټاكنو په معامله وه۔خالد مقبول صد??قي د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ حكومت ته هم دغه وئېلي وو چې څوك دې هم د خپل جمهوري حق څخه محروم نه كړې شي٬د آئين له مخې ټولو ته د احت??اج حق ترلاسه دې خو بايد عام وګړې اونه ځپلې شي۔ده ووئيل دا وخت پاكستان د دې خبرې ته حاجت لري چې ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔اسد عمر د يوې پوښتنې پھ ځواب ووئيل د اسلام آباد څ??ه د قامي اسمبلۍ درې واړه چوكۍ د تحريك انصاف سره دي ٬ دې سره واضحه شوې چې د اسلام آباد اولس د چا سره ولاړ دے۔ده ووئيل د احت??اج كوونكو كوربتوب په هغه صورت كېدې شي كله چې هغوي د عدالتي پريكړې خلاف ورزي نه كوي۔ده ووئيل پي ټي آئي عمر له د عدالتي پري??ړو احترام كړې۔مونږ تېر وخت كښې هم د عدالتي پري??ړو خلاف ورزي نه ده كړې