اسلام آباد21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د نړيو??ل بانك او آئي اېم اېف مشرانو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان معيشت د بشپړه ملاتړ لوظ شوې۔د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پلاوي سره د واشنګټن دورې پھ مهال د نړيو??ل بانك او آئي اېم اېف مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي او هغوي يې د مالي كال په وړومبنو در??و مياشتو كښې پھ معاشي اشاريو كښې د ښه والي نه خبر كړي۔د خزانې وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پلاوي سره د نړيو??ل بانك منيجنګ ډائرېكټر ايكسل وان ټراټسن برګ او او نورو چارواكو سره ملاقات كړې۔په دې مهال د خزانې صلاحكار نوي اېم ډي له په تعيناتۍ مباركي وركړې او د نړيو??ل بانك د اړخه يې د پاكستان سره په مرسته د هغ?? مننه كړې۔د ملاقات په مهال ده په پاكستان كښې د نړيو??ل بانك په پروژو او په دې لړ كښې په حكومتي اقداماتو رڼا واچوله۔د نړيو??ل بانك اېم ډي د خزانې صلاحكار ته ووئيل پاكستان د نړيو??ل بانك په لويو شراكتدارو كښې شامل دے او دې سره سره د انټرنېشنل ډوېلپمنټ اېسوسي اېشن ورلډ بانك د اړخه وركړې شوي مرستې څخه استفاده كوي۔د دې نه پس د خزانې صلاحكار او د هغه پلاوي د آئي اېم اېف منيجنګ ډائرېكټر كرسټالينا جارجيوا او چارواكو سره هم ليدلې۔په دې مهال ډاكټر عبدالحفيظ شېخ نوې اېم ډي له پھ تعيناتۍ مباركي وركړه او هغه يې په پاكستان كښې د آئي اېم اېف پروګرام پېشرفت څخه خبر كړو۔ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام ترمخه د پاكستان معيشت كښې اصلاحات كولو سره مثبتې نتيجې ترلاسه شوي۔ كرسټالينا جارجيوا ووئيل آئي اېم اېف احساس لري چې د معيشت استحكام لپاره د پاكستان حكومت سختې پريكړې كوي او دغه پريكړې نافذوي