اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په ذاتي خوښو او هڅو له امله د منصوبه بندۍ وزارت سينټرل ډوېلپمنټ وركنګ ګوند غونډه كښې په صوابۍ ضلع كښې د 220 وي ګرډاسټېشن جوړولو منظوري وركړې۔دا پروژه به 61 ارب 38 كروړ روپو لګښت سره پھ دريو كالو كښې بشپړه كړې شي۔د ګرډ سټېشن جوړول د سيمې اولس پخوانۍ غوښتنه وه كومه چې د سي ??بليو پي منظورۍ سره پوره كېږي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د اړوند فورم څخه د دې منصوبې منظورولو كښې مهم كردار ترسره كړی۔د فنډز وركولو لپاره د سي ??بليو پي منظوري په باقاعده توګه د خزانې وزارت ته لېږلې شوې دغسې چې په دې منصوبه په وخت كار پ??ل كړی شي او د دې منصوبې بشپړیدو سره صوابۍ كښې د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي او دې سره به د تعطل نه غېر برېښنا وركول باوري كړی شي