اسلام آباد ۔ 2 اکتوبر (اے پی پی)د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم كمي لامله ترنامعلومه مود?? وځنډولې شوه۔ د شورؤ په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډې پ?? پېل د بلوچستان نېشنل ګوند مېرمنې غړې شهناز بلوچ كورم پلو اشاره ??كړه۔ په دې د پېنل آف چيئرپرسن غړي سيد فخر امام ايوان كښې د شمېرې كولو امر وكړو۔ په دې مهال د مخالفې ډلې غړو ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ د غړو د مطلوبه شمېرې پ?? نه پوره ??ېدو د قومي اسمبلۍ غونډه تر نامعلومه مود?? وځنډولې شوه چې پ?? نتيجه كښې ئې 16 نكاتي ايجنډا نيمګړې پاتې شوه۔ په دې كښې كراچۍ كښې د كرنټ دلاسه حق رسېدليو كسانو له د معاوضه نه وركولو ٬ د غفلت ذمه وارو ته سزا نه وركول كېدو ٬ هېواد كښې د پوليو مخ په زياتېدونكو كېسونو او په وېكسين مخالف مهم قابو موندلو له د مناسب ګامونو نه پورته كېدو معامله ?? دوه د پام ګرځونې نوټسونه او د بېلو قائمه كمېټيو راپورونه شامل وو۔ د هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ پرېكړې پ?? رڼا كښې ددې غونډې د روانې مياشتې تر 4 مې نېټې روانې ساتلو پرېكړه شوې وه