اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) سمندر پور?? پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي د وزيراعظ?? عمر??ن خان د امريكې دورې محور به د كشمير كشاله وي٬ د مقبوضه كشمير صورتحال زيات خرابېدونكې دے ٬ د هند او پاكستان ترمېنځه د جنګ امكانات نشي نظر انداز كېدې ۔ ده دا خبرې غېر ملكي مجلې نيوز ويك سره خپلې مركه كښې وكړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه درې جنګونه شوي او د دواړو هېوادونو اړيكې د تاريخ بدترين موړ ته رسېدلې ٬ هند په آئين كښې بدلون كولو نه پس پاكستان د خبرو اترو ټولې هڅې په ځائ پرېښودې۔ ذوالفقار بخاري ووئيل د پاكستان يوازنې مقصد په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ او په منظمه نسل ك??ۍ رڼا اچول دي٬ پاکستان د چين، ترکيې، ماليزيا او د ايران غوندې د قامونو تائيد ترلاسه كړې ۔ امريكائي اولس مشر ټرمپ او د وزيراعظ?? عمر??ن خان د ملاقات په اړه ده ووئيل دواړه مشر??ن خپل مېنځ كښې ښې اړيكې لري٬ هم دواړه غېر روايتي سياست مدار دي او غېر د څه لحاظ نه خبرې كول خوښوي٬ هند فالس فلېك اپرېشن