اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر ??ارف علوي وئيلي دي د ??شه اي توكو كارولو سره نه يوازې يو كس بلكې كورنۍ او په ټولنو سنګين اثرات مرتب كېږي٬ خلق د ??شه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د قاچاق مخه نيول دي ٬ حکومت د ??شه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاکټر ??ارف علوي د مصنوعي ذهانت په ځائي توګه د جوړې كړې منصوبې ” امان” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل نړۍ د ??شه اي توكو هلاكوٶنكې قسمونه جوړوي او د دې لعنت له امله هلاكتونه په تندۍ سره زياتېږي٬ ځكه د دې مخنيوي لپاره كوټلې هڅې پكار دي۔ ده ووئيل ??شه اي خلق په نورو جرمونو كښې ككړ كېږي چې پكښې غلا عامه خبره ده ٬ دې دې څخه نه يوازې يو كس ځپلې كېږي بلكې كورنۍ هم ځپلې كېږي٬ د چا په ليدلو چې ډېر غمژن كېږو۔ ده ووئيل خلق د ??شه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د دې قاچاق مخه نيول دي ٬ دا خبره ډېره خوشبينه ده چې حکومت د ??شه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ ده ووئيل په افغان جنګ كښې په لويه كچه ?? افغان كډوالو پاكستان ته راتګ سره د ??شه اي توكو قاچاق زيات شوې۔ ده ووئيل د ??شه اي توكې يوازې دپاكستان نه بلكې د نړۍ مسئله ده٬ لويديزو هېوادونو كښې د دې كر نه كېږي خو د ستنهېټك ډرګز پېداوار له امله په دغه هېوادونو كښې د ??شه اي توكو استمال په تندۍ سره زياتېږي۔ ده ووئيل هېواد كښې په دې ??شه اي توكو د قاچاق مخنيوي لپاره قوانين شته خو عملدرآمد پرې محدود كېږي۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې 50 فيصده نه زياته زده كوٶنكي ډرګز كاروي٬ ??شه اي توكې ټولنې تباه كوي۔ اولس مشر ووئيل د ??شه اي توكو د مقدار د تعين د لارې د سزا جزا نظام وضع كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په مصنوعي ذهانت آډانه د دې ډېټا بېس جوړول د حكومت د دې عزم څرګندونه ده چې حكومت هېواد څخه د ??شه اي توكو د خا??مې عزم لري٬ د ??شه اي توكو لعنت خا??مې لپاره د كلتور او مذهب پشمول ټول وساتل كارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل خلق د ډپرېشن او نفسياتي مسئلو سره د ښكار كېدو له امله ډرګز پلو راغب كېږي۔ اولس مشر ووئيل د ??شه اي توكو مخنيوي سره سره د دې درملنې ته هم پاملرنې ته حاجت دے۔ اولس مشر ډاكټر ??ارف علوي ووئيل پاكستان د مني لانډرنګ د لارې ??شه اي توكو لپاره د استعمالېدونكي رقوم لاره نيولو لپاره هم اقدامات كوي۔ دستورې ته د سفېران دوهم وزير شهريار اپردي هم وېنا وكړه او د ”امان” منصوبې خدوخال ئې بيان كړل۔