سرینګر ۔ 15 اګست (ا?? پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري نن د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي چې مقصد ئې نړيوالې ورورولۍ ته دا پېغام وركول دي چې هغوي د هند غېر قانوني قبضه نه تسليموي۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه د تورې ورځې لمانځلو مقصد د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت بدلولو له د هند د يو اړخيزه ګام په ضد احتجاج ريكارډ كول دي۔ قابضې انتظامیې ??ن پرله پسې يوولسمه ورځ هم خلق د هند په ضد لاريونونو وي??تل?? څخه منع كولو له په ??وله وادۍ كښې سخت كرفيو لګولې او د نورو بندېزونو لړۍ ئې روانه ساتلې۔ قابضې انتظاميې د نرېندر مودي حكومت لخوا د هندي آئين دفعه 370 منسوخ كولو د لارې د جموں وکشمیر خصوصی حېثیت ختمولو سره وادي كشمير كښې سخته کرفیو او بندېزونه لګولي دي۔ منطقه كښې د انټرنیټ او فون سروسز معطل كېدو په ??تيجه كښې د مقبوضه سيمې خلقو بهر نړۍ سره رابطه ختمه شوې ده۔ د 4م اګست شپې څخه دلته ورځپاڼې نه خپرېږي۔ بلخوا د سید علی ګیلانی او میر واعظ عمر فاروق په شمول ټول حريت لارښود په ??ورونو او زندانونو كښې نظر بند دي۔ دغسې د فاروق عبداللہ، عمر عبداللہ ، محبوبه مفتی ، انجینئر رشید ، سجاد لون او شاہ فېصل په شمول 900 څخه زيات سياسي لارښود حراست كښې دي۔ د سختو بندېزونو دلاسه مقبوضه سيمه كښې د قحط صورتحال رامخې ته كېږي ولې چې خلق د كوچنيانو خوراك ٬ پيو او د داروګانو په شمول د ضرورت څيزونو كمي سره مخ دي