ګوادر 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمر??ن خان د ګوادر اولس ته د انصاف هېلت ګا??ډ وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې د ګوادر پرمختګ نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان پرمختګ دے٬ د ګوادر نه تر كوئټه به رېل او د كراچۍ څخه به تر ګوادره مسافر و مال بردار فېري سروس پېل كولې شي ٬ د ماضي برعکس به اوس د ځائي معدنياتو ګټه ځائي اولس له وركولې شي٬ د ګوادر ټوله منطقه كښې به قامي ګرډ سره تړلې شي۔ وزیراعظم عمر??ن خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نړيوالې هوائي مېدان ګوادر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال ل قمر جاوېد باجوہ، وفاقي وزيران میا محمد سومرو ، شېخ رشید احمد ، خسرو بختيار٬ د چين سفیر یاؤ جنګ د قامي اسمبلۍ غړي اعلٰې سول او پوځي چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم عمر??ن خان ووئيل زه ګوادر ته په راتللو خوشحالېږم ٬ راتلونكي وخت كښې به ګوادر پرمختګ وكړي نو ټوله نړۍ به دې څخه ګټه پورته كړي۔ وزيراعظم عمر??ن خان د چين سفير او حكومت ??ننه كولو سره ووئيل د ګوادر نړيوال هوائي مېدان لپاره د چين حكومت ګرانټ وركړې چې په سوب ئې دا هوائي مېدان بشپړ ك??ې شوې دې۔ ده ووئيل ګوادر كښې كب نيونونكي وېرې سره مخ ٶ چې د اېكسپرېس وے د نه بهتر كېدو له امله به ھغوي څنګه تر سمندره رسي ٬ اوس دوي پرېشانه كېدو ته حاجت نشته ٬ ګوادر اېكسپروے اپ ګرېډ كولو سره سره به چرته چې ضرورت وي پل جوړولو سره به خنډان لرې كولې شي دغسې چې فشرمېنز په وخت سمندر او منډۍ ته ورسېدې شي ۔ ده ووئيل ھغه پرمختګ چې ځائي اولس ته ترې ګټه نه وي حقيقي پرمخګ نه وي٬ تېر وخت كښې په بلوچستان كښې پرمختګ شوې خو ځائي اولس ته ترې ګټه نه ده شوې٬ چرته څخه چې د اربونو روپو سوئي ګاز پېدا كېږي د ھغه ځائ د خلقو ژوند بدل نه ك??ې شو خو اوس به په نوي پاكستان كښې داسې نه كېږي٬ كومې سيمې څخه معدنيات پېدا كېږي ګټه به ئې ځائي اولس ته وركولې شي ۔ ده ووئيل د چين په اشتراك د ګوادر روغتون اپ ګرېډېشن او د ځائي خلقو سكل زياتولو لپاره اقدامات خوشبينه دي دې سره به ځائي اولس ته په راتلونكې روزګار موقعو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي او ځائي اولس ته به دې پرمختګ څخه ګټه وشي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر خلقو ته به د وفاقي حكومت ??خوا انصاف هېلت كا??ډ وركولې شي چې ورسره به د ګوادر اولس ته د 7 لكه 20 زره روپو علاج په هر يو ورغتون كښې د كولو آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل نوي پاكستان كښې د كلين ګرين پاكستان له مخې به ګوادر بندرګاه اتهارټي كښې لس كله بوټي نال كولې شي ۔ وزیراعظم عمر??ن خان ووئيل شېخ رشيد هم ګوادر ته ما سره راغلې دې٬ د ګوادر نه تر كوئټه د رېل پټلۍ غوځول غواړي٬ګرده نړۍ كښې رېل د سفر غوره آساني ده او وخت سره سره د دې نېټ ورك زياتېږي خو پاكستان يوازې هېواد دې چرته چې د رېلوے نېټ ورك كم شوې دې ۔ ده ووئيل اوسني حكومت د رېلوے څانګې پرمختګ ته پام ګرجوې دې ٬ چين د رېل ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د ټولو نه وړاندې دې د ھغوي به هم مرسته ترلاسه كوٶ٬ د كراچۍ نه ترلاهوره كه د چين په رېل ګاډي كښې سفر وي نو په څلور ساعته كښې منزل ته رسېدې شي داسې نظام به پاكستان ته هم رواړو۔ ده ووئيل د سي پېك لويديز روټ كوم چې په خوبونو كښې ٶ نن د كوئټه څخه تر ژوب د 305 كلوميټره سترې لارې د بنياد تيګه كېښودې شوې۔وزیراعظم عمر??ن خان ووئيل په وړومبي ځل ګوادر ته راغلې يم ٬ په دې خوشحاله يم چې د ګوادر غوندې نړۍ كښې كم ځايونه وي۔ ده ووئيل د ګوادر پرمختګ يوازې د ګوادر يا بلوچستان پرمختګ نه دے بلكې د ټول پاكستان پرمختګ دے۔ وزيراعظم عمر??ن خان ووئيل چې چين سره د رېلوے ټېكنالوجيز ٬ زراعت او په نورو څانګو كښې د مرستې پراختيا لپاره په اپرېل كښې چين ته روان يم۔