لاهور۔10 مارچ(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د پنجاب ګورنر ووئيل بی جے پی په خپل انتخابي كمپائن كښې د هندي عسكرو عكس او د وسلې نمائش كولو سره نړۍ ته خپله ??صلي څېره په ډاګه كړې ده۔ په مق??وضه کشمیر كښې په هندي رياستي ترهګرۍ د بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالو ادارو خاموشۍ حېرانه او پرېشانه كړې يم ٬ نړۍ دې د هندي رياستي ترهګرۍ زر تر زره نوټس واخلي۔ ټول قام لكه د غر خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دې۔ ددښمن د هر سازش مق??بله ??ه كولې شي۔ د تفصيلاتو ترمخه د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې د پنجاب ګوزنر چوهدري سرور سره د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق ملاقات كښې د پا?? هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په وضعه او د سيمې صورتحال په شمول په سياسي ٬ حكومتي او نورو چارو خبرې وشوې۔ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك د پنجاب ګورنر د پا?? هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې ختمولو له ?? پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔ د پنجاب ګورنر د هندي جارحيت په سم ځواب كولو د پا?? پوځ او پا?? هوائي ځواك ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل اوس دې د هند په شمول كوم هم هېواد شك و نه كړي چې د پا??ستان دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده او پا??ستان د خپلې خاورې د يوې يوې برخې دفاع كولې شي۔ ده ووئيل پلوامه پېښه يوه بهانه ده په اصل كښې د مودي مق??د په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو له ??پل اولس بې لارې كول دي۔ ده ووئيل هند په مق??وضه كشمير كښې په تش لاسې كشميريانو چې كوم ډول رياستي ترهګري كوي ډېره شرمناكه ده او د ملګرو ملتونو په شمو?? ټولې نړيوالې ادارې دې ددې فوري نوټس واخلي او د هند رياستي ترهګري دې بنده كړې شي۔ ده ووئيل پا??ستان اوس هم كشمير خپل شه رګ ګڼي او د آزادۍ هڅو كښې د كشميريانو ملاتړ كوي۔