اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې زياتوالي لپاره د قانوني ذريعو د لارې پیسې پاكستان ته په رالېږلو كار كوي٬د بانكونو مشكل ټران??ېك??ن سسټم به آسانولې شي۔پھ دې وخت كښې د 15 اربه ډ??لرو نه زياتې پېسې د هنډي سسټم د لارې پاكستان ته رالېږلې كېږي۔ده دا خبرې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل هغه د بهر مېشته پاكستانيانو مننه كوي كومو چې په خواري كولو سره د روان كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د 7419.98 ملينه ډ??لرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږلې دي۔ده ووئيل هر كال بهر مېشته پاكستانيانو 20 اربه ډ??لره په قانوني طريقه پاكستان ته رالېږلې دغسې 15 اربه ډ??لره د هنډي د لارې رالېږلې كېږي۔ده ووئيل حكومت دا??ې اقدامات كوي چې بهر مېشته پاكستانيان په آسانه خپلې پېسې پاكستان ته راولېږي۔په دې لړ كښې د بانكونو سخت پړاؤنه آسانولې شي۔