اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق وئيلي دي د پاکستان تحریك انصاف حکومت خپلو وړومبنو 100 ورځو كښې د کفایت شعارۍ ا??دا??اتو پشمول ټین بلین ټری، کلین اینډ ګرین ډرائیو او نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم په شان لوئ لوئ پروژې پيل كړې۔ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل حکومت چې په وړومبنو 100 ورځو كښې كوم ا??دا??ات كوي ، تيرو حک??مت??نو په 6 مياشتو كښې هم داسې كوم كار نه دې كړې۔ ده ووئيل پخوانو حکمرانانو د خپلو ذاتی ګټو لپاره قانون ناسمه كارول خو اوس به پھ هېواد كښې د قانون سرلوړي وي۔ ده ووئيل پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ (ن) نه يواځې د هېواد معیشت تباہ کړې بلکه د هېواد ادارو ته ئې هم زيان رسولې ۔ نعيم الحق ووئيل تيرو حک??مت??نو په اربونو روپۍ کرپشن کړې او اولسې ښېګړې له ئې څه هم نه دې كړي۔ ده ووئيل حکومت د هېواد معیشت مستحکمولو له مثبت او كو??لې ا??دا??ات کوي دغسې چې هېواد مخ په وړاندې لاړ شي۔ د يوې پو??تن?? په ځواب ده سندھ كښې د ګورنر راج لګولو ډنډورو تردید کولو سره وئيلي داسې كومه خبره نشته خو د سندھ وګړې د پاکستان پیپلز ګوند د حکمرانۍ څخه مایوسه دي۔ ده ووئيل د ځائې سرمایه کارو پشمول بهرني سرمایه کار پاکستان كښې سرمایه کارۍ كولو له خوښې لري دې لپاره حکومت سرمایه کارو له ښه چاپيرچل وركوي