حسن ابدال 08 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله وز??راعظم جسټس (ر) ناصر الملك په زده كوٶنكو زور رواړې چې په مينه او خوارۍ سره زدكړو له هڅې روانې وساتي او اخلاقي زده كړو ته هم پام لرنه وكړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ?? شورو په ورځ د الماماتر پرېزنټېشن کانوېنټ هائي سكول دورې په مهال خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زده كوونكي په ټولنه كښې په زړه پورې بدلون لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ وز??راعظم د خپل سكول وخت د كال 1957 نه تر 1963 د ابتدائي كلونو ذكر كولو سره ووئيل زه د شپږو كالو په عمر كښې د يو بورډنګ زده كوٶنكي په توګه سكول كښې داخل شوې ووم۔ ده ډېر په اشتياق سره د تېر وخت ذكر كولو سره ووئيل سسټر جيمز څوك چې د خپل سخت مزاجۍ په سوب ډېره نوميالۍ وه م?? ته زما د صلاحيتونو په سوب ډبل پروموشن ??اكړو۔ ده ووئيل د سوات د لرې پرتې سيمې سره د تعلق په سوب به زه په كال كښې يوازې دوه ځله خپلې مورنۍ سيمې ته تللم او كورنۍ سره به مې رابطه په مياشت كښې د خط د لارې كېدله۔ ده ??ده كوٶنكو ته ووئيل كله چې تاسو سكول پرېږدۍ نو دا وخت به د خپل ژوند د پياوړي وخت په توګه يادوۍ۔ په دې موقع خ??لو ستاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل د سختۍ باوجود زه د خپلو استاذانو چ?? ته چې سسټرز وئيل كېدلې مونږ به ئې ډېر زيات احترام كولو۔ ده ??اور څرګند كړو چې اوسني استاذان به هم د ادارې اعلٰې معيار په ځائ وساتي كومه چې د ادارې پېژندګلې ده۔ په دې موقع د سكول پرنسپلې پروین برکت ووئيل زمونږ سكول لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د خپل پخواني زده كوٶنكي څوك چې اوس د هېواد وزيراعظم دے هركلے كوي