كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان عو??مي ګوند مركزي لارښود سناتور نصيب الله بازئي وئيلي دي چې د نوابزاده سراج رئيساني د شهادت مقصد د ټاكنو عمل خرابول دي٬ د درې ورځو غم نه پس به بېرته انتخابي چارې پېل كوو٬ ټولټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ د اتوار په ورځ په ساراوان هاؤس كښې د غمرازې كولو نه پس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ??وئيل چې ترهګر غواړي چې د جولائي په 25مه نېټه ?? ټوكټاكنو كېدونكې عمل ت??اه كړي ځكه دوي د شهيد نوابزاده سراج رئيساني په انتخابي لاريون بريد كړے خو مونږ به د دوي دا خواهش كله هم پوره نه كړو۔ ده ??وئيل چې د درې ورځني غم نه پس به انتخابي چارې بيا پېل كوو او د جولائي په 25مه نېټه ??ه بلوچستان عو??مي ګوند په ټولټاكنو كښې په بشپړه توګه برخه اخلي۔ ده ??وئيل چې نوابزاده سراج خان په مونږ تل ياد ساتو۔