اسلام آباد 10 فروری) اے پي پي( د پاك بحريه په پنځو جهازونو شامله بحري بېړې په نسيم البحر مشقونو كښې ګډون كولو لپاره سعودي ته ورسېده۔ د پاك بحريه لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاك بحريه چورلكې او ايئر كرافټ به هم په دې شريكو مشقونو كښې برخه اخلي۔ د پاك بحريه وياند له مخې دا بحري مشقونه د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د نسيم البحر سېريز يوولسم او په سعودي ك??ې كېدونكي وړومبي شريك مشقونه دي۔ په وړومبي ځل مائن وار فيئر مشقونه هم په دې شريكو مشقونو كښې شامل كړې شوي دي۔ د پاك بحريه وياند له مخې سعودي ته د رسېدلې پاكستانې بحري بېړې مشري كموډور عندنان احمد كوي۔ د سعودي الجبيل بندر ځائ ته په رسېدو د پاك بحريه د اف??را??و او ځوانانو تود هركلې وكړے شو۔