اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د كشمي??ي چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي جنګونو سره مسئلې نه حل كېږي ٬ د كشمير مسئله بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ د كشمير په اړه د هند كېس انتهائي كمزورې دې۔ د كشمير په مسئله زمونږ ټولو سلا يوه ده او هغه وخت به راشي چې كشميري وروڼو ته به ددوئي د خپلواكۍ حق وركړو۔ د كشمي??ي چارو وزارت كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له پروګرام جوړ كړې?? په څلورو واړو صوبو كښې به كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له سيمينارونه كولې او ريلۍ ويستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ??ه خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د فرورۍ 5مه نېټه چې په كوم ډول د سياسي اختلافاتو او ذاتي مفاداتو څخه لرې كشميري اولس سره د يووالي په توګه لمانځلې شي په دې زه د خبريالانو مننه كوم۔ ده ووئيل په كال 1947ء كښې ملګرو ملتونو قرارداد پاس كړې وو چې كشميري اولس ته به د دوئي د خپلواكۍ حق وركړې شي?? په دغه مهال د هند وزيراعظم جواهر لال نهرو ؤ۔ هغه هم ددې خبرې اقرار كړې ؤ۔ نن 70 كال تېر شوي ولې كشميري اولس ته دغ?? حق وركړې شوې نه دې۔ ده ووئيل كال 1947ء څخه ??ر كال 2018 5 سوه زره كشميري وګړو د خپلو سرونو قرباني وركړې۔ 3 زره څخه زياتې مېرمنې كونډې شوي دي۔ 100 زره ماشومان يتيمانان شوي۔ 30 زره څخه زيات كشميريان د پوليس په حراست كښې دي۔ بياهم كشمير كښې تحريك جاري دے۔ ده ووئيل برهان واني د پاكستان په بېرغ كښې نغښتلو سره خاورو ته سپارلې شوې۔ ده ووئيل جنګونو سره مسئلې نه حل كېږي۔ مونږ دوه جنګونه كړي دي۔ پاكستان او هند دواړه اتومي هېوادونه دي ۔ دوئي بايد د خبرو اترو د لارې د كشمير مسئله حل كړي۔ د كشمير په اړه د هند كېس كمزورې دې۔ ده ووئيل هند دا مسئله حل كول نه غواړي۔ ده ووئيل مونږ كشميري اولس ته باور وركوؤ چې دا مسئله به حل كوؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير يو والي ورځ لمانځلو له د كشمي??ي چارو وزارت پروګرام جوړ كړې?? په څلورو واړو صوبو كښې به سيمينارونه كولې او ريلۍ ويستلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم به په 5 فرورۍ آزاد کشمیر کونسل او آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ جوائنټ سېشن ??ه خطاب هم كوي۔ نن د ګل په ورځ به پخوانې وزيراعظم مظفرآباد كښې او اعجاز الحق به د ملګرو ملتونو په دف??ر كښې يادداشت هم جمع كوي۔