اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار مفتاح اسماعيل سره د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن(پي ټي اي اے) پلاوي د چيئرمېن شائق جاوېد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي د ټېكسټائل ??انګې پرمختګ سره په اړوند چارو د خزانې صلاحكار سره خبرې وكړې۔دوي ووئيل د ټېكسټائل ??انګې پرمختګ او ښه والي٬برآمداتو كښې زياتوالي٬د برآمد كونكو او مي??وفيكچررز آسانيو لپاره دې د ټېكس ريفنډ او ډرابېكس مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي۔ده ووئيل د زيات نه زيات پېداوار ترلاسه كولو له دې صنعتي څانګې ته د كوم ځنډ نه غېر د برېښنا او ګاز رسنه باوري كړې ??ي۔??ه دې مهال مفتاح اسماعيل ووئيل د ټېكسټائل صنعت د هېواد په معيشت كښې بنيادي حېثيت لري او دا د لويې زرمبادلې ترلاسه كولو زريعه هم ده۔ده ووئيل په معاشي هلو ځلو كښې زياتوالې٬د ټېكسټائل ??انګې ته د ساز ګار چاپیرچل جوړولو٬برآمدات كښې اضافې لپاره حكومت كوټلي ګامونه پورته كړې دي دغسې چې د معيشت ټولې څانګې د پرمختګ په لاره روانولو سره په شرح نمو كښې اضافه وكړې شي۔ده ووئيل د پلاوي لخوا په ګوته كړې شوې مسئلې به ترجيحي بنيادونو حل كړې شي په دې مهال د خزانې وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو