اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پېښور پ?? حيات آباد سيمه كښې د چاودنې سخته غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې سينئر پوليس افسر او د هغه ساتونكې شهيدان شوي او نور ګڼ شمېر بې ګناه كسان ژوبل شوي دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوليس اهلكارو د قربان??و ستا??نه كولو سره وئيلي دي چې د شدت خوښو بزدلانه فعاليتونه د ترهګرې په ضد جنګ منطقي انجام ته رسولو لپاره زمونږ مخه نه شي نيولې٬ د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره زمونږ عزم نه شي غېر متزلزل كېدے۔ وزيراعظم په پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د زغم دعا و??ړه?? وزيراعظم د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه