اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ??ه موقع د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالاسري سينا سره ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړ??كو لا مستحكمولو پريكړه شوې ده ٬پھ دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي اړ??كو ذكر كولو سره دې خبرې ته سلا راغله چې پاكستان او سري لنكا به پھ ګڼ اړخيزه فورمونو خپله مرسته روانه ساتي۔د سري لنكا اولس مشر د ترهه ګرۍ او قدرتي آفتونو پھ مهال د پاكستان د اړخه په مرسته كولو د وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او اقتصادي اړ??كو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔په ملاقات كښې دې خبرې تههم سلا راغله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستې ته د ودې وركولو پراخا موقعې شته۔وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان سري لنكا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل سري لنكا د سارك يو مهم هېواد پھ حېث سيمه ايز تنظيم كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ د سري لنكا سره تجارتي او اقتصادي مرستې ته پراختيا وركول غواړو۔ده د سري لنكا اولس مشر له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه