نيويارك 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خا??ان عباسي سره د جنرل الېكټرك نائب صدر جان رائس په نيويارك كښ?? ملاقات وكړو۔ په دې موقع جان رائس ووئيل چې پاكستان جنرل الېكټرك لپاره يو مهم ماركيټ دے۔ نائب صدر ووئيل چې مونږ په پاكستان د خپل كاروبار زياتولو عزم لرو۔ ده ووئيل چې مونږ په پاكستان كښې د لوكو موټيو او د روغتيا په څانګه كښې سرمايه كاري كول غواړو۔ وزيراعظم شاهد خا??ان عباسي پاكستان سره د جنرل الېكټرك د تړون ستائنه كولو سره ووئيل چې پاكستان د جنرل الېكټرك كمپنې د پوهې څخه ډېره ګټه ترلاسه كوي٬ په پاكستان كښې سرمايه كارې لپاره غېر ملكي كمپنو ته دروازې پرانستې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د امريكې نور?? كمپنو ته به په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارې لپاره هر كلې ووايو۔