اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د اردن د وسله وال ځواك جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن لېفتيننټ جنرال محمود ا?? فرحت د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې وليدل۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان او اردن په سيمه ايزو او نړيوالو چ??رو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د نړۍ امن او استحكام سره د شريكو ګټو تړون لري۔ ده ووئيل پاكستان اردن سره خپلې اړيكې ??همې ګڼي٬موڼږ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې ??وي كول غواړو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پاكستان ته په راتګ د هغه هركلي كولو سره د اردن شاه عبدالله دوهم لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د هغه په قيادت كښې د اردن اولس په بېلو څانګو كښې پرمختګ كړې٬په دې موقع لېفټيننټ جنرال محمود ا?? فرحت په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو كښې يې د خوښۍ څ??ګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال د دفاع وزير خرم دستګير٬د اردن سفير نواف خليفه او نور سركاري چارواكي هم موجود وو