اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د قومي احتساب بېورو (نېب) اېګزېكټ?? بورډ د اختياراتو په ناجائزه ډول كارولو د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني٬ د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان او نورو په ضد د بدعنوانۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه۔ د اېګزېكټ?? بورډ غونډه د نېب چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې نېب هې?? كوارټرز اسلام آباد كښې وشوه۔ نېب دا خبره په ډاګه كړه چې د ټولو شكايتونو كره كت??ه ٬ انكوائرۍ او پلټنې د تورونو په بنياد پېل كړې شوې كومې چې حتمي نه دي۔ نېب به ټولو اړوند ادارو څخه هم د قانون ترمخه ددوئي موقف معلوموي دغسې چې د قانون ترمخه كارروائي عملي كړې شي۔ د نیب اېګزېکټ?? بورډ پرېكړو تفصيلات ترمخه د نېب اېګزېكټ?? بورډ غونډې د پخواني وزيراعظم سیّد یوسف رضا ګیلانی، د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان، پخواني پي آئي او محمد سليم ٬ د يونيورسل سروس كمپنۍ پخواني سيد حسن شېخ او د آئي ټي وزارت د نورو تو??نو چارواكو په ضد د بد عنواۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه