اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير محمد يوسف شېخ وئېلي دي لنډ مهاله حكومت سپيځلو او بې پرې ټاكنو له لوظي دے٬په 25 جولائي دې اولس د خپل ووټ حق وكاروي دغسې چې په هېواد كښې د جمهوري عمل تسلسل لا قوي شي۔د شورو په ورځ په خپل دفتر كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ځينې سياسي ګوندونه پھ لنډ مهاله حكومت د جانبدارۍ تور لګوي٬هغوي ته به په 25 جولائي د سپيځلو او بې پرو ټاكنو د لارې د تورونو ځواب ترلاسه شي۔ده ووئيل لنډ مهاله حكومت د لنډې مودې لپاره جوړ شوې٬د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه د بشپړه آزادۍ سره د ټاكنو كمپائن چلولو حق لري كوم هم ګوند نه منع كړې كېږي او نه به په دې اړه خنډان وزغملې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئ??ل د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو غندنه كوو۔دې ډول پیښې په شا د غېر ملكي قواؤ امكان رد كېدې نه شي ځكه چې داسې عناصر نه غواړي چې پاكستان كښې امن وي او د جمهوريت تسلسل قوي وي۔ده ووئ??ل دې ډول پېښو د لارې د جمهوريت تسلسل كمزورې كولو ??ه هڅه كېږي۔وفاقې وزير ووئيل پاك پوځ د پولو ??حافظ دے٬دې سره سره پوځ په هېواد كښې د ترهه ګرۍ ختمولو ??پاره هم قربانۍ وركړي چې په نتيجه كښې يې پھ هېواد كښې امن راغلې۔ده ووئيل پوځ به د ټاكنو په ورځ نه يوازې ??ول??ګ سټېشن كښې موجود وي بلكې د حساس نوعيت سيمو كښې امن لپاره به هم چمتو وي۔ده ووئيل لنډ مهاله وزيراعظم صوبائي اعلٰی وزيرانو ته سپارښتنه كړی چې پھ صوبه كښې امن باوري كولو ??ه اقدامات وكړي۔ده ووئيل لنډ مهاله كابينې ټول غړي به د ټاكنو په ورځ د هېواد د بېلو سيمو دورې كوي