اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو ??و خپرونو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې د ټاكنو ځنډېدو هېڅ اندېښنه نشته٬ټول ټاكنې به د جولائي په 25مه نېټھ كېږي٬سپيځلې٬پاكې او ??ې طرفه ټاكنې به باوري كولې شي٬د اروپائي ائتلاف او ?? آسيائي سيمې پشمول نړيوالو مبصرينو ته به د طريقه كار له مخې اجازه وركولې شي٬د فاټا انضمام نه پس آسانې وركولو لپاره كمېټي كار كوي٬ټولو ډلو سره به خ??رې كولې شي٬د آئين له مخې په فاټا كښې به د قامي اسمبلۍ ټاكنې ټول ټاكنو سره كېږي٬صوبائي اسمبلۍ لپاره به ټاكنې په يو كال كښې دننه كېږي٬د الېكشن كمېشن رولز له مخې په كومه هم حلقه كښې كه د مېرمنو ټرن آؤټ د ټاكل شوې شرح نه كم وي نو د ټاكنو كميسون بېرته د ټاكنو كولو حكم كولې شي۔د ګل په ورځ په پي اېن سي اے كښې خبريالانو سره په خ??رو كښې ده وو??يل چې د جمهوريت استحكام لپاره د مېډيا كردار ډېر مهم دې٬په هېواد كښې په پاكو٬سپيځلو او ??ې طرفه ټاكنو كښې به د ټولو ادارو كردار ډېر مهم وي۔ده وو??يل چې سپيځلې ټاكنې باوري كولو لپاره په نګران حكومت په وفاق او ??وبو كښې په بيورو كريسي كښې بدلونونه كړي دي چرته چې هم اندېښنه وي چې افسران په ټاكنو كښې آغېز كوي يا د كوم كانديد مرسته يا مخالفت كوي يا كومه جانبداري كوي نو پھ دې لړ كښې په شكايت حكومت په سمدستي توګه ايكشن اخلي۔ده وو??يل چې د قواعدو او ??وابطو له مخې به نړيوالو مبصرينو ته پاكستان ته د راتګ اجازه وركولې شي۔(