اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان اولس او حكومت لخوا د شخړيز كشمير د مظلومه اولس د بنيادي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هلو ځلو اخلاقي٬ سياسي او د سفارتي ملاتړ پخلي كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور رواړې چې په دې حقله خپلې ذمه وارۍ وپېژني۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د م??بوضه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره د ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ اولس مشر ووئيل د هند د امنيتي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر په نتيجه كښې د شلو نه زيات كشميري ځوانان شهيدان او 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ټپيان شوي دي ۔ ده ووئيل خپلو تاريخي هلو ځلو كښې د م??بوضه كشمير مېړنې او ع??م لرونكي اولس بې مثاله قرب??نۍ وركړې ۔ ده ووئيل د هند رياستي ترهګري د م??بوضه کشمیر اولس د هند جبر او ظلم په ضد د خپل بنيادي حق هلو ځلو نه په مخ نيوي كښې ناكامه راغلې۔ اولس مشر په نړيوالې ورورولۍ ټېنګار وكړو چې نړيواله ورورولي په دې معامله كښې خپلې ذمه وارۍ وپېژني۔ اولس مشر د هند نه غوښتنه وكړه چې هند دې د قابضو امنيتي ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو جاج لپاره د بشري حقونو د هائي كمشنر دفتر او د اسلامي مرستې تنظيم د خپلواكه بشري حقونو مس??قل كمېسون ته د آزاد فېكټ فائنډنګ ډلو لېږلو لپاره آس??نۍ پېدا كړي او د كشمير پحقله دې د م??ګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي