اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شا??د خاقان عباسي لي كي چيان?? ته د اولسي جمهوريه چين په بيا وزيراعظم ټاكل كېدو مباركي وركړې۔په بيجنګ كښې د پاكستاني سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې وزيراعظم شا??د خاقان عباسي د چين خپل هم څن?? ته د وزيراعظم په بيا ټاكل كېدو مباركي وركولو سره ووئېل چې لي كي چيانګ بيا وزيراعظم ټاكل كېدل د چين د اولس د خپل مشرتابه په صلاحيتونو د باور څرګندونه ده۔وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او چين ترمينځه د ملګرتيا اړيكې دي او د پاكستاني ټولنې ټولې طبقې د پاكستان او چين ترمينځه د بشپړه اړيكو ملاتړ كوي۔وزيراعظم ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه چين ون بېلټ ون روډ د لارې مشال منصوبه ده كومه چې دواړو هېوادونو ت?? غوره په زړه پورې موقعې وركوي۔ دې منصوبې سره به سيمه ايزو رابطو ت?? وده ترلاسه كېدو سره سره د پرمختګ او يووالي پړاؤنه هم ترلاسه شي