اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د پاكستان سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي په بحري كښې د اقتصادي هلو ځلو پېل كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دې د شريكې مرستې د لارې سمندري معيشت مستحكمولو سره ?? هېواد مجموعي قامي پېداوار يو په درې زياتېدې شي ?? هېواد د سمندري څانګې بهترۍ لپاره به مونږ له په ګډه كار كول وي او ?? هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي دا خبرې د شورو په ورځ د كراچۍ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري دورې په مهال وكړې۔ د دورې مقصد د ځائي سوداګرې ورورولۍ او د بحري ترمېنځه همغږي پېدا كول وٶ دغسې چې ?? هېواد معيشت وده وكړي۔ د کراچۍ چېمبر آف كامرس ته په رسېدو د چمېبر صدر مفسر عطا ملك د ظفر محمود عباسي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع صدر ووئيل دا وړومبنې موقع ده چې د نېوي يو م مشر د كراچۍ چېمبر دوره كوي۔ په دې موقع د نېول سټاف دوهم چيف د چېمبر غړو ته د بحري څانګې د لارې ?? هېواد معيشت له د ودې وركولو پحقله د پاك بحريه په كردار او امكاناتو بريفنګ وركړو۔ نېول چيف د پاكستان مېري ټا??م سېكيورټي اېجنسۍ د مركزي دفتر هم دوره وكړه۔ مركزي دفتر ته په تګ يوې چټك ډلې نېول چيف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي ته په دې موقع د پاكستان مېري ټا??م سېكيورټي اېجنسۍ په كردار او د سباٶن د منصوبو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ د پاكستان مېري ټا??م سېكيورټي اېجنسۍ ډائرېكټر جنرال ريئر اېډمرل ذکا الرحمان هم په دې موقع موجود ٶ۔