اسلام آباد 11 جنوری (اے پي پي) د خ??ان?? دوه?? وزير رانا محمد افضل خان وئېلي دي د جاپان سرمايه كار په پاكستان كښې په سېلګرۍ٬پروسيسنګ او د سي فوډ په پېكنګ٬حلال فوډ او د دغې برآمد كولو له سرمايه كاري كولې شي۔ده دا خبرې په پاكستان كښې ?? جاپان سفير تاكاشي كورائي سره ملاقات كښې ?? خبرو په مهال وكړې۔د جاپان سفير د وزارت ذمه وارۍ په غاړه اخستو رانا محمد افضل له مباركي وركړه۔د جاپان سفير د انتهاخوښۍ خاتمې او د معيشت مضبوطيا لپاره د پاكستان لخوا كېدونكې هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د جاپان حكومت په يو شمېر څانګو كښې ?? پاكستان حكومت مرسته كول غواړي۔رانا محمد افضل ووئيل پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري۔ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته به وخت تېرېدو سره سره لوړې كچې ته ورسي۔ده د جاپان سفير ته ووئيل پاكستان د جاپان سرمايه كارو ته په بېلا بېلو څانګو كښې ?? سرمايه كارۍ وړاندېز كوي۔ د جاپان سرمايه كار په پاكستان كښې په سېلګرۍ٬پروسيسنګ او د سي فوډ په پېكنګ٬حلال فوډ او د دغې په برآمد كولو كښې ??رمايه كاري كولې شي۔د جاپان سفير وړاندېز وركړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دې كاروباري خبرې اترې پېل كړی شي۔د خ??ان?? دوه?? وزير په دې لړ كښې ?? هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔په ملاقات كښې ?? خ??ان?? وزارت او د اقتصادي چارو ډويژن اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔