اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) صدر او پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان پحقله بيان د اسلامي نړۍ او د سفارتي آدابو په ضد ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان كښې د اولس ټاكلې جمهوري حكومت د ډركو پرواه نه كوي ٬ مونږ ته دې د مرستې پېغورونه رانه كړ?? شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پنجاب هاٶس كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دې داسې ګامونه پورته كړ?? چې د امريكائي مرستې ضرورت پاتې نشي۔ نواز شريف ووئيل مونږ له په اخلاق او ديانتدارۍ د خپل كردار او عمل جاج اخستل او د خود فريبۍ خلاصې پكار دے۔ ده ووئيل د يو ګوند په لاره نيولو سره نازولي له لاره هوارولې ??ي٬ د غېر قانوني پرېكړو د لارې د يو ګوند لاس ښپې تړل نه دي پكار۔ پخواني وزيراعظم ووئيل جمهوريت دې ودې او مخ په وړاندې تګ ته پرېښودلې شي۔ په دې موقع ??خواني وزيراعظم نواز شريف قام ته د نوي كال مباركي هم وركړه