اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمٰن وئيلي دي چې د وزیراعظم د یوتھ پروګرام له مخې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان معيشت د ستونزو نه وتې دے٬ د بهرنو سرمايه كارو په پاكستان باور بحال شوے۔ د ګل په ورځ په ځائي هوټل كښې د څلور ورځني نړيوال كنفرنس د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل چې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان معيشت د ستونزو نه وتې دے۔ ده ووئيل سكل ډوېلپمنټ او تكنيكي تربيه په كوم هم هېواد كښې معاشي او معاشرتي پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري٬ دا ھغه لاره ده چې په دې تګ سره مونږ اوسنۍ وضعه بدلولې شو او د قامي پرمختګ په لاره ك??ې په رامخې ته شوې خڼډانو قابو موندلې شو۔۔ كنفرنس ته نورو هم وېنا وكړه۔ د کنفرنس د پرانستې په دستوره ك??ې د سري لنكا او نيپال سفيرانو پشمول په لويه شمېره سفارتكارو٬ صنعتكارو او د تربيې ا??ارو مشرانو ??ډون وكړو۔ کنفرنس د نيو ټېك د كولمبو پلان سټاف كالج په شراكت سره شوې چې پكښې د لسو نه زيات هېوادونه ګډون ??وي چې پكښې سري لنکا، ملائیشیا، تھائی لېنډ، فلپائن ،میانمار، بنګله دېش، نیپال، مالدیپ او افغانستان هم شامل دي۔